مونس الهي لاهور هایی کورټ کښې د مني لانډرنګ مقدمه ختمولو لپاره درخواست جمع کړې دې

0
78

باغی ټي وي ربورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر مونس الهي د مني لانډرنګ کيس ختمولو لپاره لاهور هائي کورټ کښې درخواست جمع کړے دے۔

لاهور هائي کورټ کښې دائر درخواست کښې ډي جي ايف آئي اے او تفتيشي افسر اړخونه جوړ کړې شوې دې۔

درخواست کې استدلال شوي چې د مونس الهي خلاف د مني لانډرنګ مقدمه د پوليټيکل انجينئرنګ لپاره جوړه شوې وه، د درخواست کوونکي خلاف د مني لانډرنګ مقدمه دې خارج کړل شي.
درخواست کښې غوښتنه شوې چې ايف آئي اے دې د درخواست کونکي خلاف انضباطي کاروائي او د ځورولو څخه منع کړے شي۔
دا خبره مهمه ده چې څو ورځې وړاندې د مسلم ليګ (ق) مرکزي مشر مونس الهي د ايف آئي اے مخې ته وړاندې شو۔

ايف آئي اے لاهور د پخواني وفاقي وزير مونس الهي خلاف د مني لانډرنګ مقدمه درج کړې ده د کوم په لړ کښې چې هغه تيره شپه د ايف آئي اے دفتر ته رسيدلي وو ولي ايف آئي اے چارواکو ورته د زيارت په ورځ د حاضريدو لارښوونه کړې وه.

مونس الهي د سهار په 8:30 بجې را اوغوښتل شو او په خپل وخت د FIA دفتر ته ورسید.
نور خبرونه

Home Page 6

پخواني چیف جسټس ګلګت بلتستان د اسلا آباد هایی کورټ څخه د عدالت سپکاوي مقدمه کشې غیر مشروط معافي غوښتې ده

د سپریم کورټ د اې ۶۳ په اړه پریکه د آیین خلاف ورزي ده

Leave a reply