سیلاب ځپلې ولې وس هم مري، امدادي مرستې چرته دي، امدادي مرستې چاته ورکړل شوې: یوې اداکارې داسې پوښتنې راولاړې کړي

باغی ټي وي رپورټ
یوه برتانوي پاکستانۍ اداکارې ارمینا رانا خان د سېلاب ځپلو خلکو د ناوړه حالت لپاره واکمنان په نښه کړي او په دوی ی سختې نیوکې کړي دي .
ارمینا رانا خان هم پر ټویټر یو پیغام لیکلی چې د سېلاب ځپلې نجلۍ د مړینې خبر یې شریک کړی دی.
د خبر له مخې، د یوې کورنۍ کوچنۍ نجلۍ چې یوازې یو کلنه وه، د لوږې له امله ټوله شپه ژړل او کله چې یې د لوږې شدت ډیر زیات شو او خوراک ی و نه موندل، خپل ژوند له لاسه ورکړ.
اداکارې په خپل دویم ټوېټ کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په اړه یوه مهمه پوښتنه راپورته کړې او له واکمنانو یې پوښتنه کړې چې د مرستې پیسې چېرته تللې؟ ولې قربانيان لا تر اوسه مري؟’
د ارمینا د پوښتنې په اړه د ټولنیزو رسنیو ډیری کاروونکو هم خپل غږونه پورته کړي او د سیلاب ځپلو لپاره یې د حکومت په مرستو نیوکه کړې.
یو کارونکي ویلي چې دا خلک به د بسپنې راټولولو ته دوام ورکړي تر څو چې دوی په لندن کې د فلیټ اخیستلو وړ نه وي.
د ټویټر یو بل کارونکي ویلي چې د ۲۰۰۵ کال په زلزله کې د ترلاسه شوو مرستو په څیر به دا هم د هغه کرپټ او رشوت خورو واکمنانو جیبونو ته ځي.
نور خبرونه
د پنجاب وزیراعلی سیلاب ځپلو لپاره امدادي مرستې د ۸ اتو لکه څخه ۱۰ لسو لکو ته زیاتې کړي دي
د خواجه اصف په ضد د تاوان کیس، عمران خان د اورېدنې د ځنډولو په غوښتنه جرمانه شوې دې





