د پنجاب وزیراعلی سیلاب ځپلو لپاره امدادي مرستې د ۸ اتو لکه څخه ۱۰ لسو لکو ته زیاتې کړي دي

باغی ټي وی رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي د سېلاب ځپلو لپاره مالي مرستې زياتې کړي دي.
صوبائي وزير منيب سلطان د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي سره وليدل چي پکښي د ملک په موجوده سياسي صورتحال او د سيلاب نه پس امدادي کارونو باندي خبري اتري شوي۔
په دي موقع چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چي وژل شوو کسانو خاندانونو لپاره امداد اته لاکه څخه لس لاکه روپو پوري کړے شوي دي۔
بل لوري ته کمشنر ډيره غازي خان وايي د سيلابونو له امله د لويو څارويو د زيان لپاره به 75 زره روپۍ ورکول کيږي او د تيارو کورونو د زيانمنيدو دپاره به امداد د يو لاک څخه څلور لاکه ته رسولى شي. د کچو کورونو تاوان 40,000 روپۍ څخه 2 لکو ته لوړ شوی دې.
نور خبرونه
د خواجه اصف په ضد د تاوان کیس، عمران خان د اورېدنې د ځنډولو په غوښتنه جرمانه شوې دې






