د لوړو زده کړو وزارت لۀ خوا د کانکور نېټه اعلان کړل شوه
د لوړو زده کړو وزارت لۀ خوا د کانکور نېټه اعلان کړل شوه
د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي تېره ورځ (پنجشنبه د زمري ۱۷مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې د کانکور ازموینه به د میزان په ۱۳مه، ۱۴مه او ۱۵مه ترسره شي.
هغه وويل، چې د کانديدانو د بايومټريک پروسه به د میزان په ١١مه پيل شي.
(2022 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کانکور ازموينې نېټه اعلان شوه. د لوړو زده کړو وزارت چارواکو اعلان کړی، چې د کانکور ملي ازموینه به د میزان میاشتې په نیمایي کې واخیستل شي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي تېره ورځ (پنجشنبه د زمري ۱۷مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې د کانکور ازموینه به د میزان په ۱۳مه، ۱۴مه او ۱۵مه ترسره شي.
هغه وويل، چې د کانديدانو د بايومټريک پروسه به د میزان په ١١مه پيل شي.
د ا.ا پۀ راتګ سره تعلیمي او تحصلي کال ټکنی شو او د کانکور اخستلو کې ځنډ راغی، دغې چارې د ښوونځیو زده کړیالان غمجن کړی ؤ او ویلي يې چې د کانکو ځنډ به د افغان زده کړیالانو زده کړې لۀ خنډ سره مخ کړی.
اړوند موضوعات:
لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د کانکور امتحان پۀ ټاکل شوې نېټه نشي اخستلی
د یادونې ده چې دغه د کانکور آزموینه چې د میزان میاشت اخستل کېږي، باید شپږ میاشتې د مخه اخستل شوې وای.