لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د کانکور امتحان پۀ ټاکل شوې نېټه نشي اخستلی

لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د کانکور امتحان پۀ ټاکل شوې نېټه نشي اخستلی
د دغه وزارت ویاند «مولوي احمد تقي» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په هېواد کې د کرونا وایروس او وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د افغانستان د لوړو زدهکړو بهیر ځنډېدلی او د نویو محصلینو د جذب لپاره ځای نه لري.
(2022 / 8 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د لوړو زدهکړو وزارت وايي، په پوهنتونونو کې د وروستي سمستر د پایته نهرسېدو له امله سږ کال د کانکور ازموینه پر خپل ټاکلي وخت نهشي اخیستلی.
د دغه وزارت ویاند «مولوي احمد تقي» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په هېواد کې د کرونا وایروس او وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د افغانستان د لوړو زدهکړو بهیر ځنډېدلی او د نویو محصلینو د جذب لپاره ځای نه لري.
د ښاغلي تقي په وینا چې په پوهنتونو کې د وروستي کال زدهکوونکو زدهکړې پای ته نه دي رسېدلې، نو ځکه دوی د نویو محصلینو لپاره ځای نه لري.
که څه هم دا لا معلومه نه ده چې د کانکور ازموینه به کله اخیستل کېږي، خو د دغه وزارت په خبره، ټاکل شوې چې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینه له سنبلې میاشتې وروسته واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې له ښوونځیو فارغېدونکو زدهکوونکو د وږې په میاشت کې د کانکور ازموینه ورکوله، خو د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې د اوس لپاره دا ازموینه ځنډول شوې ده.
د ا.ا حکومت دا خبره داسې مهال کوي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د نجونو پر مخ تړلي او د دغو ښځینه زدهکوونکو د دوولسمو ټولګیو نیم ښوونیز کال له لاسه وتلی دی.






