ویانا؛ راتلونکو څو ورځو کې د افغان سیاستوالو د غونډې کوربه توب کوي

ټاکل شوې، چې دوی به د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکي بحثونه ولري.
احمد مسعود، رحمت الله نبیل، داکټر رنګین دادفر سپنتا او ځینې نورې مشهورې څېرې د دې غونډې ګډونوال دي.
تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې ولې د داسې غونډې کوربه توب کوي او نه هم افغان حکومت په دې اړه غبرګون ښوودلی دی.
(2022 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ویانا په نژدې راتلونکو ورځو کې د افغان سیاستوالو د غونډې کوربه توب کوي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو په ویانا دفتر کې د افغانستان په تړاو دغه غونډه د روانې میلادي سپټمبر میاشتې په ۱۵مه جوړېږي او په هغه کې تر ډېره د اوسني حکومت مخالفین حضور لري.
ټاکل شوې، چې دوی به د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکي بحثونه ولري.
احمد مسعود، رحمت الله نبیل، داکټر رنګین دادفر سپنتا او ځینې نورې مشهورې څېرې د دې غونډې ګډونوال دي.
اړوند موضوعات:
د چارو شنونکو خبر ورکړی چې ناسم کورنی سیاست د افغانستان انزوا ته بوول دي