د افغانستان ګرمسیرو ولایتونو کې د ښوونیز کال د پیل په موخه زنګ ووهل شو

د يادو ولايتونو يو شمېر زده کوونکي د تعليمي کال له پيلېدو سره د خوښۍ په څرګندولو سره له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
د نیمروز، فراه او ننګرهار ولایتونه هم په ګرمسیرو ولایتونو کې شامل دي. د يادو ولايتونو د پوهنې مسوولين وايي، چې په نوي تعليمي کال کې د پوهنې د بهير د پرمختيا لپاره ټول چمتووالى نيول شوى دى.
(2022 / 9 / 7 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هېواد په ګرمو ولایتونو کې ښوونیز کال پرون د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پیل شو او له نجونو پرته ټولو زده کوونکو تر دولسم ټولګي پورې خپل درسونه بیا پیل کړل.
د يادو ولايتونو يو شمېر زده کوونکي د تعليمي کال له پيلېدو سره د خوښۍ په څرګندولو سره له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
اړوند موضوعات:
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر افغان دولت د انجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غږ کړی.