د اتصالات مخابراتي شرکت لوګر ولایت کې لۀ سیلاب ځپلو سره د مرستو خبر ورکړی دی
د اتصالات مخابراتي شرکت لوګر ولایت کې لۀ سیلاب ځپلو سره د مرستو خبر ورکړی دی
د افغانستان اتصالات مخابراتي شرکت د یوې نړیوالې مخابراتي شبکې له فرعي شرکتونو څخه دی چې مرکز یې په متحده عربي اماراتو کې دی. دې شرکت په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې فعالیت پیل کړ او اوس شاوخوا ۷ میلیونه مشتریان لري او په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.
(2022 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اتصالات مخابراتي شرکت مسوولین وايي، چې د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې یې له یو شمېر سیلاب ځپلو سره نغدي مرسته کړې ده.
دغه شرکت پرون د سنبلې په ١٥مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې د دغه ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې له ٢٠٠ زياتو هغو کورنيو سره چې د سېلابونو له امله تر ټولو زيات زيانمن شوي، مرسته کړې ده.
د اتصالاتو اجراییوي رئیس محمد عثمان هم د خوښۍ ولسوالۍ له سیلاب ځپلو خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د لوګر ولایت د سېلاب ځپلو خلکو یاد ته یې درناوی وکړ.
اړوند موضوعات:
جاپان د پاکستان سیلاب ځپلو سره د مرستو په لړ کښې ۷۰ لکه ډالر بیړني مالي امداد اعلان کړې دې