فاریاب کې یو ځوان د خپلې خور د قتل پۀ تور نیول شوی دی

فاریاب کې یو ځوان د خپلې خور د قتل پۀ تور نیول شوی دی
سرچينه زياتوي، چې دغه ځوان وايي، چې خور يې واده شوې وه، له يوه ناواده سړي سره يې اړيکې درلودې او څه موده وړاندې تښتېدلې او له همدې امله يې وژلې ده. په فاریاب او ځینو ولایتونو کې وژنې، کورنۍ تاوتریخوالی او ځان وژنې زیاتې شوي دي.
(2022 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فاریاب ولایت سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز میمنه ښار کې یو ځوان هلک د خپلې خور د وژلو په تور نیول شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، قاتل حميدالله نومېږي او د سنبلې په ١٥مه نېټه يې د ميمنې ښار په دويمه ناحيه کې خپله ځوانه خور د توپک په ډزو وژلې ده.
ويل کيږي چې قاتل د خپلې خور له وژلو وروسته د تيښتې هڅه وکړه، خو د ميمنې ښار په وتلو کمربند کې د ا.ا له د ځواکونو له خوا ونيول شو.
اړوند موضوعات:
فاریا کې یوۀ ورو خپله ځوانه خور وژلې ده