فاریا کې یوۀ ورو خپله ځوانه خور وژلې ده 

0
197

فاریا کې یوۀ ورو خپله ځوانه خور وژلې ده 

د دغو سرچينو په وينا، د دوى لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د وژنې عامل بل کس دى، چې وسله يې د ډزو لپاره تياره کړې وه او د دغه يوولس کلن هلک په لاس کې يې پرېښوده، څو پر خپله خور ډزې وکړي.

 

(2022 / 8 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوه ځوان خپله ځوانه خور په مرمۍ وژلې ده.

د چارواكو په وينا، دا پېښه د جمعې په ورځ د اسد په ۲۸مه د فارياب ولايت د اندخوى ولسوالۍ د “خواجه خاب جومات” په سيمه كې رامنځته شوې ده. سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغه ۱۱ کلن ماشوم په خپله ۱۹ کلنه خور د خپل پلار له وسلې ډزې کړې او مرمۍ یې په سر لګېدلې او وژل شوې ده.

له بلې خوا امنیتي سرچینې بیا د دې وژنې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بولي.

د دغو سرچينو په وينا، د دوى لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د وژنې عامل بل کس دى، چې وسله يې د ډزو لپاره تياره کړې وه او د دغه يوولس کلن هلک په لاس کې يې پرېښوده، څو پر خپله خور ډزې وکړي.

اړوند موضوعات: 

 ننګرهار کې یوۀ سړي د کورني تاوتریخوالي لۀ امله خپله مېرمن وژلې ده

دوى د زياتو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل چې د دغې نجلۍ د وژنې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره د دوى پلټنې روانې دي. په دې وروستيو کې په يو شمېر ولايتونو کې د کورنۍ تاوتريخوالي، ځان وژنې او وژنې پېښې زياتې شوې دي.

Leave a reply