ننګرهار کې یوۀ سړي د کورني تاوتریخوالي لۀ امله خپله مېرمن وژلې ده

0
64

ننګرهار کې یوۀ سړي د کورني تاوتریخوالي لۀ امله خپله مېرمن وژلې ده

په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د وژنې او ځانوژنې پېښې زیاتې شوي دي.

افغانستان کې د دا ډول پېښو ستر لاملونه تر ډېره کورنی تاوتریخوالی، خراب اقتصادي وضعیت او له ټولنې څخه د ښځو لیرې کېدل بلل شوي دي.

(2022 / 8 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ننګرهار کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.

د چارواكو په وينا، دغه سړى «خليل جانان خان» نومېږي او خپله مېرمن يې پرون، یکشنبه، د زمري پر نهمه نېټه د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې وژلې ده.

ننګرهار کې  د امنیې قومندانۍ ویاند «رییس زابلي» ویلي چې قاتل د امنیتي ځواکونو لخوا د تېښتې پر مهال نیول شوی دی.

ښاغلي زابل ویلي، که څه هم تر اوسه د دې اصلي علت نه دی په ډاګه شو، خو وايي چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

Leave a reply