د پکتیکا د زلزله ّځپلو لپاره د ۱۰۰۰ کورنو د جوړېدو چارې پیل شوې

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په نږدې راتلونکي کې به د پکتیکا په نورو ولسوالیو کې هم د زیانمنو شویو خلکو لپاره د څه باندې زر دایمي کورونو د جوړولو چارې پیل شي.
ویل کېږي چې د دغو کورونو د جوړولو لګښت به د ملګرو ملتونو او “ای ډي اې” موسسې له خوا ورکول کېږي. بايد وويل شي، چې د وروستيو زلزلو له امله د دې ولسوالۍ د ګڼو اوسېدونکو کورونه ويجاړ شوي دي.
(2022 / 8 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا حکومتي چارواکو اعلان کړی چې د پکتیکا ولایت د زلزله ځپلو لپاره یې د ۱۰۰۰ کورونو د جوړولو کار پیل کړی دی.
باختر آژانس خبر ورکړ چې د دغو کورونو د بنسټ ډبره پرون جمعه د زمري په ٢٨مه د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې کېښودل شوه.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په نږدې راتلونکي کې به د پکتیکا په نورو ولسوالیو کې هم د زیانمنو شویو خلکو لپاره د څه باندې زر دایمي کورونو د جوړولو چارې پیل شي.
اړوند موضوعات:
د پکتیکا او خوست زلزله؛ د ځاني تلفاتو تازه خپاره شوي ارقام