په ملک کښې موجوده سیاسي کړکیچ او صورت حال ، اتحادي ګونده ګډه غونډه راغوښتې ده

باغی ټي وي رپورټ
د وفاقي حکومت ائتلافي ګوند د هېواد د روانو سياسي حالاتو په اړه خپله غونډه راوبلله.
د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ د موجوده سياسي صورتحال په اړه د پارټۍ د مرکزي ايگزيکټيو کميټۍ غونډه رابللې ده چې پکې ټول پارټۍ مشران رابلل شوي دي.
په غونډه كښې به د هېواد او خېبرپښتونخوا په مجموعي سياسي صورتحال په تفصيل سره غور كولې شي او د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې د زياتوالي په معامله به هم غور كولې شي۔
سرچينې وائي چې په غونډه کې به په ملک کښې د روانې ګرانۍ سره دمقابلې لپاره په بيلا بيلو تجويزونو غور کولو وروستو وفاقي حکومت ته ليږل کيږي.
دا خبره مهمه ده چې د پخواني وزیراعظم عمران خان پخواني مرستیال شهباز ګل د بغاوت په مقدمه کښې زنداني دي، هغه په روغتون کښې داخل شوي دي او عمران خان او د پي ټي آیی نورو مشرانو تورونه لګولي چې په شهباز ګل باندې ډیر سخت تشدد شوې او د عمران خان د ټویټ له لوري په هغه باندې جنسي تیرې هم شوې دې.
……………………………………….
نور خبرونه
د پکتیکا د زلزله ّځپلو لپاره د ۱۰۰۰ کورنو د جوړېدو چارې پیل شوې






