ذبیح الله مجاهد: دا چې پکتیا کې پۀ کومو شرایطو او د چا پۀ امر د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي په اړه یې پلټنې کوو

نوموړي زیاته کړه: “د ښوونځيو درسونه چې پيلیږي هغه به د پوهنې وزارت لخوا اعلان کیږي.
دا چې تاسو د پکتیا یادونه وکړه تر څېړنو لاندې ده، بلې په ټولو ولایتونو کې د درسونو یوه اړتیا ده، خو کله چې ان شاءالله اجازه تر لاسه کړه او شرایط ورته برابر شوه د پوهنې وزارت به یې په ټول هیواد کې یو ډول پيل کړي.
(2022 9 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په پکتیا ولایت کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د ا.ا حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې څېړنې کیږي چې یاد ښوونځي په کومو شرایطو او چا په امر پرانیستل شوي دي.
هغه وویل چې د ښوونځيو پرانیستلو په اړه د پوهنې وزارت لخوا خبر ورکول کیږي.
نوموړي زیاته کړه: “د ښوونځيو درسونه چې پيلیږي هغه به د پوهنې وزارت لخوا اعلان کیږي.
اړوند موضوعات:
پکتیا کې یو ځل بیا دیني عالمانو د ښوونځیو پر پرانیست کېدو ټینګار کړی دی