پکتیا کې یو ځل بیا دیني عالمانو د ښوونځیو پر پرانیست کېدو ټینګار کړی دی

دوی له ا.ا څخه غوښتي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې دې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره او ښوونځي دې یې پر مخ پرانیزي. دوی ویلي چې زده کړې پر نر او ښځه دواړو باندې فرض دي او په دین کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نه شته نو ا.ا دې هم د افغانانو ځانګړې توګه د دیني عالمانو غوښتنې ته په پام ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي.
(2022 / 5 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په پکتیا ولایت کې یو شمېر دیني عالمانو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ا.ا څخه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.
دوی له ا.ا څخه غوښتي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې دې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره او ښوونځي دې یې پر مخ پرانیزي. دوی ویلي چې زده کړې پر نر او ښځه دواړو باندې فرض دي او په دین کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نه شته نو ا.ا دې هم د افغانانو ځانګړې توګه د دیني عالمانو غوښتنې ته په پام ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي.
د یادونې ده چې نړیوالو بنسټونو او هېوادونو هم له ا.ا څخه غوښتي چې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي خو ا.ا ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون برخه کې د نړیوالې ټولنې فشار نه شي منلی.