په دې کوم ویاړ نه کوم چې زه د عمران خان تره ځوی یم: حفیظ الله نیازي

0
155

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تکړه شنونکی حفیظ الله نیازی وايي، په دې ویاړ نه دي او په دې کوم فخر نه کوي چې هغه د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د تره زوی دی.

حفیظ الله نیازی له ارشاد بهټي سره د جیو نیوز د خپرونې “جشن کرکټ” مېلمه و، د خپرونې په ترڅ کې له مېلمنو څخه ډېرې په زړه پورې پوښتنې وشوې.
ارشاد بهټي په ۵۰۰ منډو کې د ۴۴۲ منډو په کولو سره حفیظ الله نیازي ته ماتې ورکړه.

د خپرونې په مهال شنونکي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه د عمران خان د تره ځوی په خپلولۍ هیڅ کوم فخر نه کوي.

د حفیظ الله نیازي له زوی او د پي ټي آی له مشر حسن نیازي څخه پوښتنه وشوه چې ایا هغه د خپل پلار په پرتله عمران خان ته ډیر غوږ نیسي، چې په ځواب کې یې شنونکي وویل چې هغه په سیاسي لحاظ د عمران خان په لور دې.

په دوام کې، هغه وویل ‘زه فکر کوم که زه پریکړه وکړم، هغه به زما اطاعت وکړي’.

د شنونکي په خبره، ‘عمران خان له درواغو پرته بل څه نه وايي، که زه د عمران او اصف زرداري ترمنځ انتخاب وکړم، نو څوک به هم انتخاب نه کړم’.
د دې تر څنګ حفيظ الله نيازي دا هم ويلي چې مريم نواز ډېره هوښياره ده، له بلاول څخه هم ډېره هوښياره ده.

د خپرونې پر مهال کله چې له حفیظ الله نیازي څخه د پاکستانۍ اداکارې ریما خان په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې دوی څوک دي؟ او زه ی نه پیژونم.
هغه اوویل چې د هند فلم هیمامالني ددوی خوښې فنکاره ده.

نور خبرونه

د پي ټي ایی فارن فنډنګ کیس، د ټاکنو کمیشن پی ټي ایی ته د ځواب جمع کولو لپاره دوه نورې اونې نیټه ورکړې ده

پاکستان تحریک انصاف فارن فنډنګ کیس، ایف آیی اې اسد قیصر را غوښتې دې

Leave a reply