په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پنځه سرتیري وژل شوي

0
195

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پنځه سرتیري وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي چې د عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

پاکستان کې وروسته تر هغه ناامنیو زور اخستی چې کابل کې د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ مذاکرات ناکام شول او ټي ټي پي وویل چې دوی به پاکستان کې خپل علمیات پراخوي.

 

(2022 / 9 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ يې ځواکونو د استخباراتي راپورونو له مخې د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې عملیات ترسره کړل.

سرچینې زیاته کړې د عملیاتو پر مهال جګړه رامنځته شوې چې له امله یې د پوځ د یوه افسر په ګډون پنځه سرتیري وژل شوي دي، دغه رازڅلور وسله وال هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې د عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

اړوند موضوعات: 

شمالي وزیرستان کښې ځانمرګي برید شوي دې، درې امنیتي ځواک اهلکار ژوند له لاسه ورکړې دې

پاکستان کې وروسته تر هغه ناامنیو زور اخستی چې کابل کې د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ مذاکرات ناکام شول او ټي ټي پي وویل چې دوی به پاکستان کې خپل علمیات پراخوي.

 

Leave a reply