د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل کې د روسیې پۀ سفارت برید غندلی   

0
69

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل کې د روسیې پۀ سفارت برید غندلی 

د امریکا ځانګړی استازی وایي “موږ دا بې معنا ترهګریزې کړنې غندو. عاملان باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.”
د یادونې ده چې د روسیې سفارت مخې ته د تېرې ورځې چاودنه کې د دغه سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون ۶ کسان ووژل شول.‌

 

(2022 /  9 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپل ټویټر لیکلي چې متحد ایالتونه کابل کې د روسیې سفارت بهر ترهګریز برید غندي.‌

نوموړي همدا راز د هرات ولایت ګذرګاه جومات کې د تېرې جمعې ورځې چاودنه هم غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.‌
د امریکا ځانګړی استازی وایي “موږ دا بې معنا ترهګریزې کړنې غندو. عاملان باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.”
د یادونې ده چې د روسیې سفارت مخې ته د تېرې ورځې چاودنه کې د دغه سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون ۶ کسان ووژل شول.‌

اړوند موضوعات: 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پۀ کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی   

د امریکا سربېره پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم یاد برید پۀ کلکو ټکو غندلی او پۀ راتلونکو کې یې د داسې بریدونو د نۀ تکرار هيله څرګنده کړې ده.

 

Leave a reply