د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پۀ کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پۀ کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی دی
د پاکستان حکومت او خلک د روسیې فدراسیون حکومت ته ژوره خواخوږي څرګندوي.
همدارنګه ټولو غمجنو کورنیو ته چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي د تسلیت مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو.
(2021 / 9 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان بھرنیو چارو وزارت په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته نننی ځانمرګی برید چې په پایله کې یې د روسیې دیپلوماتانو او افغان اتباعو قیمتي ژوند له لاسه ورکړي او یو شمیر نور ټپیان شوی دي، په کلکه غندلې دې.
په اعلاميه کې راغلي چې :
د پاکستان حکومت او خلک د روسیې فدراسیون حکومت ته ژوره خواخوږي څرګندوي.
همدارنګه ټولو غمجنو کورنیو ته چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي د تسلیت مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو.
اړوند موضوعات:
افغان دولت د روسیې سفارت مخې ته ننی برید په سختو ټکو غندلی او له قربانیانو سره یې غمشریکي کړې.
په اعلاميه کې ويل شوي چې پاکستان د ترهګرۍ په هر شکل غندنه کوي او د دې خطر د ختمولو لپاره خپل عزم بیا تکراروي. تروریزم یو ګډ ګواښ دی چې په اغیزمنه توګه د مخنیوي لپاره ګډو هڅو ته اړتیا لري.