افغان دولت د روسیې سفارت مخې ته ننی برید په سختو ټکو غندلی او له قربانیانو سره یې غمشریکي کړې.

۵سپتمبر ۲۰۲۲
د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووېل چې دوی ننی برید په سختو ټکو غندي او عاملین به یې بې سزا پرینښودل شي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې یاد برید نن د روسیې سفارت قونسلۍ څانګې ته څیرمه شوی، چې د دوه روسي دیپلوماتانو په شمول څو تنه هیوادوال ټپیان او خپل ژوند له لاسه ورکړی.
دوی زیاتوي چې د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه په کلکو ټکو غندي او د روسیې حکومت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته خپل د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
زموږ امنیتي ارګانونو د پښې په تړاو هراړخیزه څېړنه پیل کړې او د سفارت د لاخوندیتوب لپاره به لا زیات جدي ګامونه هم پورته کړي تر څو د داسې پیښو مخنیوی وشي.
اړوند موضوعات
کابل کې د روسیې سفارت مخې ته ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله رامنځته کړې.
د داسې پیښو په تړاو دوی زیاته د افغان دولت او د روسیې فدراتیف سره نژدې اړیکې لري او موږ اجازه نه ورکوو چې د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.




