کابل کې د روسیې سفارت مخې ته ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله رامنځته کړې.

۵سپتمبر ۲۰۲۲
نن له غرمې مخکې شااخوا ۱۱:۳۰ بجې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند سیمه کې د روسیې سفارت مخې ته چاودنه رامنځته شوه، چې د دوه روسیي دیپلوماتانو په ګډون یې زیات شمیر ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد یاد برید تائید کړی او ویلي یې دي چې، بریدګر غوښتل له ځان سره مواد ولیږدوي، خو د امنیتي ځواکونو له لورې له منځه یوړل شو، چې له امله یې سخته چاودنه رامنځته شوه او زیات شمیر هیوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
اړوند موضوعات
د روسیې د ولسمشر ویاند یاد برید غندلی او ویلي یې دي، چې دې برید کې د روسیې دوه تنه دیپلوماتان هم وژل شوي.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې ځینې خونړۍ پیښې او د ډرون الوتکو ګرځېدل هم زیات شوي، چې افغان ولس یې سخت اندیښمن کړی.






