د امریکا د کانګرس غړیو پاکستان ته باور ورکړې چې په سخت وخت کښې به د پاکستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي

0
154

باغي ټي وي رپورټ
د امریکا د کانګرس غړې شیلا جیکسن وايي، له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره به له پاکستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د امريکې کانګريس وومن شيلا جيکسن چې د پاکستان په دوره ده په اسلام آباد کښې د امريکې سفير ډونلډ بلوم سره د پارليمنټ هاؤس ته رسيدلې چرته چې دوي د سينيټ چيئرمېن او د قامي اسمبلۍ سپيکر سره وليدل۔

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د شخصیتونو ترمنځ د پاکستان او امریکا د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل پاكستان د امريكې سره اوږدمهاله اړيكو ته قدر دے۔

بلخوا امریکايي پلاوي ویلي چې دوی په سختو حالاتو کې د پاکستان له حکومت او خلکو سره ولاړ دي او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې به له پاکستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا د کانګرس غړې شیلا جیکسن هم د سېلاب ځپلو سیمو یوه هوايي سروې او لیدنه وکړه او وی ویل چې امریکا به د پاکستان سره په هره مشکل وخت کښې مرستې وکړي.
نور خبرونه

عمران خان به ډیر زر په اډیاله زندان کښې میلمه وي: د پی ډي ایم ویاند بیان

Leave a reply