عمران خان وایی چې دنیا ته ۱ لک او ۴۰ څلویښت زره پیغمبران راغلي
باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزیراعظم عمران خان په خپله وینا کې د د الله تعالي دې دنیا ته رالیږلو پیغمبرانو شمېره یو لک او څلویښت زره اوښودل.
په بهاولپور کې یوې جلسې ته په وینا کې د تحریک انصاف چیرمین عمران خان هم د پیغمبرانو په شمیر کې مغشوش کړی او ویلي یې دي چې د الله تعالی د پیغمبرانو شمیر یو لک 40 زره دی.
عمران خان تر دې وړاندې هم د حساب کتاب کې د ځمکې او اسمان کنډکونه ګډ کړي دي.
ياده دې وي چې عمران خان څو ورځې وړاندې د وکيلانو کنونشن ته د وينا پر مهال د پاکستان په آبادۍ کې ګډوډي جوړه کړې وه.
عمران خان د وینا په مهال ویلي وو چې کله پاکستان جوړ شو نو آبادي ۴۰ کروړه وه او وس ۲۲ کروړه ده، بیا روسته ورته ددې غلطۍ په اړه اوویل شو نو عمران خان اوویل چې نا نا د پاکستان آباد په هغه وخت کښې ۴۰ ملیون وه.
نور خبرونه
د امریکا پخواني اولس مشر ټرمپ جوبایډن د امریکا لپاره یو دښمن بللې دې
بلوچستان کښې د سیلاب ځپلو ژوند ډیر ستونزمن دې، مرستو ته سترګې په لار دي
سندهه کښې د بارانونو او سیلابونو له وجهې لکونو خلک بې کوره شوي دي