سندهه کښې د بارانونو او سیلابونو له وجهې لکونو خلک بې کوره شوي دي

0
190

باغی ټي وي رپورټ
په سندهـ کې د وروستيو بارانونو او سيلابونو له امله په لکونو خلک بې کوره شوي دي، په داسې حال کې چې د هند په راجستان ايالت کې هم سخت بارانونه شوي، چې سندهـ ته څېرمه پراته دي، خو د بې کوره شويو کسانو شمېر يوازې څلور زره دې.
د سندهـ صوبې په څير د هند سره نزدې د هند راجستان ايالت هم د بارانونو تر ولکې لاندې دی، خو په راجستان کې د بې کوره شوو خلکو شمېر د سندهـ په پرتله ډير کم دی او يوازې څلور زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هند د اوبو د منابعو د ادارې د معلوماتو له مخې په راجستان کې د اوبو د ذخیرې لپاره ۷۱۶ بندونه شته چې له دې جملې څخه ۱۰۱ بندونه د وروستیو اورښتونو په ترڅ کې په بشپړه توګه ډک شوي دي.

د واټر ریسورس ډیپارټمنټ د معلوماتو له مخې، د بارانونو له امله ۳۷۳ بندونه په جزوي توګه ډک شوي او ۲۳۱ بندونه لا هم تش پاتې دي.
نور خبرونه

بلوچستان کښې د سیلابونو او بارانونو له امله د مړو شمیره ۲۵۷ ته رسیدلې دې

Leave a reply