د ټولګټو وزارت مسؤلین وایي: تر اوسه مو د ۱۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو سترو پروژو کار بشپړ کړی دی.
۳سپتمبر ۲۰۲۲
ملت ته د حکومت د حساب ورکولو بهیر په دوام، د ټولګټو وزارت مسئولینو نن په یوه خبري غونډه کې د دغې ادارې د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې او فعالیتونه له رسنیو سره شریک کړل.
په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح وویل چې د افغان دولت له بریا وروسته، دغه وزارت د ۱۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو سترو پروژو کار بشپړ کړی دی.
د فاتح د څرګندونو له مخې؛ په یادو پروژو کې د ۶۵ کیلومتره په اږدوالي او ۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل – قندهار لویې لارې بیارغول، د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د قلات – شینکۍ سړک داغ ګیري او د دغه تګلوري د پلګوټو ترمیم، د ۱۵۵ مترو په اوږدوالي او ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵ پلونو رغول او ترمیم او د څه دپاسه ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل – میدان ښار سړک اساسي ترمیم شامل دي.
اړوند موضوعات
چین: افغانستان کې تر هر څۀ وړاندې اقتصادي پراختیا ته اړتیا ده
هغه زیاته کړه چې یاده موده کې د ۲۰۵ کیلومتره ویجاړ شوي سړک او د څه د پاسه ۴ زره مترو په اږدوالي ۵۸۳ ویجاړ شویو پلګوټو ترمیماتي سروې او د څه د پاسه ۳ زره متره په اوږدوالي د ۱۸۴پلګوټو او۶۱۰ متره استنادي دېوالونو نوې سرې او ډیزاین ترسره شوې دي.