د هرات ښاروالۍ د ځینو سړکونو په غاړو د تمځایونو لپاره انتظارګاوې جوړې کړي.
۳سپتمبر ۲۰۲۲
د افغانستان د هرایت ولایت ښاروالۍ د دغه ولایت د ښار په بیلابیلو برخو کې د سړکونو پر غاړو د تمځایونو لپاره انتظارګاوې جوړې کړي چې د مسافرینو د سهولت ترڅنګ یې ښاري ښکلا هم زیاته کړې.
د هرات ښاروالۍ ویاند وایي: دوی د ښار په ۶۴ نقطو کې د ورته انتظارګاوو د رغولو پلان لري او دمګړی په زیاتو نقطو کې کار ورباندې روان دی.
د هرات ښاریانو د دغه رغونو هرکلی کړی او د ښاروالۍ څخه یې زیاته خوښي ښودلې.
یاده دې وي چې د هرات ښاروال مولوي حیات الله مهاجر د افغان دولت د هرات د ښاروال په حیث زیاته موده دنده ترسره او د هرات ولایت ته یې د ښاروالۍ په برخه کې زیات کارونه ترسره کړل او د هرات ښاریان ترینه ډیر زیات خوښ وه.
اړوند موضوعات
چین: افغانستان کې تر هر څۀ وړاندې اقتصادي پراختیا ته اړتیا ده
نوموړی اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معین په حیث ټاکل شوی او د هرات د ښاروالۍ لپاره ملامحمد ادریس نوی ښاروال ټاکل شوی.