د اسیا جام سیالیو کې پاکستان لوبډلې هانګ هانګ ته د ۱۵۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
۲سپتمبر ۲۰۲۲
نن د اسیا جام سیالیو په لومړي پړاو لوبو کې د پاکستان او هانګ هانګ لوبډلو تر مینځ سیالي ترسره شوه.
هانګ کانګ د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه، چې پاکستاني لوبغاړو د غوره توپ وهنې په پایله کې د دوه لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۳ منډې جوړې او د سیال ټیم لپاره یې ۱۹۴ هدف وټاکلو.
پاکستاني لوبغاړو کې رضوان ۷۸، فخر زمان ۵۳ او خوشدل شاه د پنځه شپږیزو په وهلو ۳۵ منډې جوړې کړې.
د هانګ کانګ لوبډله د پاکستاني توپ اچوونکو پر وړاندې ناکامه راغله او ټوله لوبډله یې ۳۸ منډو باندې وسوځیده او پاکستان د ۱۵۵ منډو ستر توپیر بریا خپله کړه.
پاکستاني توپ اچوونکو کې شاداب خان ۴، نسیم شاه ۲ او محمدنواز ۳ ویکټې ترلاسه کړې او په پای کې رضوان د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.
اړوند موضوعات
هندوستان د اسیام جام سیالیو کې پاکستان ته له سختې مقابلې وروسته ماتې ورکړه.
د دې سره د اسیا جام سوپر څلور پړاو لپاره څلور مخکښې لوبډلې په نښه شوې.
افغانستان به په څلور پړاو کې خپله لومړۍ لوبه شنبه د سریلانکا، دوهمه لوبه د پاکستان او وروستۍ لوبه به د پنجشنبې په ورځ هندوستان سره ترسره کوي.