هندوستان د اسیام جام سیالیو کې پاکستان ته له سختې مقابلې وروسته ماتې ورکړه.

۲۸اګست ۲۰۲۲

 

د متحده عربي اماراتو په ابوظبهی کې د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه چې نن د پاکستان او هندوستان لوبډلو تر مینځ وه، پاکستان پکې ماتې او وخوړه او هندوستان خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه.

د لوبې پیل کې هندوستان پچه وګټله او د توب وهنې لپاره یې پاکستان ته بلنه ورکړه، پاکستانۍ لوبډلې له اوله ښه لوبه ونه کړه او په پرلپسې توګه یې ویکټې له لاسه ورکړې او وروستي اوور کې یې د ۱۴۷ منډو په جوړولو خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې.

پاکستاني لوبغاړو کې رضوان ۴۳ او افتخار احمد ۲۸ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

هندوستاني بالرانو کې بنیشور کمار ۴، هاردیک پانډیا ۳ او هرش دیپ سنګهـ ۲ لوبغاړي وسوځول.

ورپسې هندوستاني لوبغاړو ښه لوبه وکړه او د لوبې په وروستي اوور کې چې لوبه سخته شوې وه، د شپږیزې په وهلو سره وګټله.

اړوند موضوعات

افغانستان د اسیا جام سیالیو په لومړنۍ لوبه کې سریلنکا ته په ستر توپیر ماته ورکړه.
یاده دې وي چې تیره ورځ افغانستان لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبې کې سریلانکا ته ماتې ورکړه.