افغانستان د اسیا جام سیالیو په لومړنۍ لوبه کې سریلنکا ته په ستر توپیر ماته ورکړه.

0
284

۲۷ اګست ۲۰۲۲

افغان لوبډلې د اسيا جام په لومړۍ لوبه کې سيال لوبډلې سريلانکا ته د ۸ ويکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

نن د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه کې افغانستان له پچې ګټلو وروسته سريلانکا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې سریلنکا لوبډله یې ټوله په ۱۰۵ منډو وسوځوله او افغان لوبډلې ته یې ۱۰۶ هدف وټاکلو.

افغان لوبغاړو لومړی په توپ اچونه او بيا په توپ وهنه کې په زړه پورې کارکردګي وښوده او د ۱۰۶ منډو هدف يې په لس اورونو کې بشپړ کړ.

رحمان الله ګربز او حضرت ځاځي په زړه پورې توپ وهنه وکړه چې ګربز په ۱۸ توپونو ۴۰ او ځاځي ۳۷ منډې وکړې.

افغان توپ اچونکو کې مجيب او نبي ۲-۲، او نوين الحق يوه او فاروقي د ۱۲ منډو په بدل کې ۳ ويکټې واخيستې. راشد خان چې په ۴ اورونو کې يوازې ۱۲ منډې ورکړې په ويکټه اخيستلو بريالی نشو.

اړوند موضوعات

په افغانستان کې کرکټ کې ددوی د لومړنۍ دورې پرمهال پېل شوی او اوس يې هم بشپړ ملاتړ کوي. سھیل شاھین

افغانستان به يو ځل بيا د دوشنبې په ورځ د بنګلديش پر وړاندې مخامخ کيږي.

Leave a reply