د هرات د لوی دیني عالم مجیب الرحمن انصاري د شهادت په اړه د افغان دولت ویاند تازه وضاحت خپور شو.

0
172

د هرات د لوی دیني عالم مجیب الرحمن انصاري د شهادت په اړه د افغان دولت ویاند تازه وضاحت خپور شو.

 

۲سپتمبر ۲۰۲۲

په هرات ولایت کې نن د دغه ولایت لوی او بانفوذه عالم شیخ مجیب الرحمن انصاري په یو برید کې په نښه او د زیات شمیر هیوادوالو سره په شهادت ورسید.

 

په همدې اساس د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد ژوره خواشیني او خفګان ښودلی او ویلي یې دي چې عاملین به یې په سخته سزا ورسول شي.

 

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان دولت د شیخ انصاري نفوذ، د اسلامي نظام په اړه موقف، د خوارجو او بغاوتګرو په اړه یې دریځ ته په کتو دوی د نوموړي امنیت ته خورا ښه او جدي پاملرنه کړې وه، نوموړي ته مو اسلحه، مرمۍ ضد موټر، ساتونکي او نور وسایل ورکړي وه او هره غونډه کې مو امنیتي تدابیر ورته نیول.

درې اونۍ وړاندې د اسلامي امارت لوړرتبه هیئت د هرات د علماؤ د ساتنې او امنیت لپاره سفر وکړ او خاصة د شیخ صیب امنیت لپاره یې لازم هدایات ترسره کړل، همدا راز څو ورځې وړاندې هرات او فراه کې د خوارجو مهم کسان د ملا عیسی تکفیري او دین محمد په شمول له مینځه یوړل شول، چې د انصاري شیخ صاحب د ترور دنده یې په غاړه لرله.

 

متأسفانه چې علماء کرام د خپلې تواضع، تقوی او خوش باورۍ له امله هر چاسره ګوري او څوک له ځانه نه منع کوي او دوی باید خپل احتیاط زیات وکړي.

 

اړوند موضوعات

هرات کې لوی دیني عالم او خطیب مجیب الرحمن انصاري په شهادت ورسید.

ذبیح الله مجاهد په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د اسلام دښمنان او پروژې یې د متدینو علماؤ په شهادت د اسلامي نظام د تحکیم په اړه د ولس او علماؤ ارادې نشي کمزوری کولای او د دوی قربانۍ به رنګ راوړي.

Leave a reply