هرات کې لوی دیني عالم او خطیب مجیب الرحمن انصاري په شهادت ورسید.

0
220

 

۲سپتمبر ۲۰۲۲

د هرات ولایت مرکز ګذرګاه نور جامع جومات کې نن ورځ چاودنه وشوه، چې نوعیت یې لا څرګنده نه دی، خو ګڼو هیوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند ووېل چې چاودنه کې د ۷ هیوادوالو په شمول د هیواد ستر دیني عالم مجیب الرحمن انصاري هم په شهادت رسیدلی او زیات شمیر ټپیان دي.

د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د مجیب الرحمن انصاري مړینه تائید او ژوره خواشیني یې پرې څرګنده کړې.

نوموړی زیاتوي : چې اسلامي امارت د نوموړي د شهادت له امله خپله ژوره خواشیني ښيي او دپيښې ترشا عاملین به د خپل ګرغیړن عمل سزا وويني.

مجیب الرحمن انصاري د افغانستان د علماؤ له جملې هغه عالم مې و، چل یې خپل غږ پورته کړی او وروستیو کې یې د نظام پر وړاندې دریدل بغاوت وبللو او د فسادګرو د وژلو فتوی یې ورکړه.

اړوند موضوعات

داعش په کابل کښې د افغانستان د اسلامي مدرسو ډایریکټر او وتلي دیني عالم مولانا رحیم الله حقاني د وژنې پړه په غاړه اخستې ده

دا په داسې حال کې ده چې نیږدې څو اونۍ مخکې د هیواد یو بل پیاوړی عالم شیخ رحیم الله حقاني او له هغه مخکې شیخ سرادر ولي هم د بریدونو ښکار شول.

Leave a reply