افغان دولت په نیږدې راتلونکي کې د ټاپي مهمې پروژې د چارو د پیل خبر ورکړ.

۲سپتمبر ۲۰۲۲
هرات ولایت کې نن ورځ یوه ستره اقتصادي غونډه جوړه شوه، چې پکې د افغان دولت اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند د ټاپي پروژې د چارو ژر پیلیدو خبر ورکړ.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې چارې پیل شي، چې لومړي استفاده کوونکي او حقداران به یې د هرات خلک وي.
نوموړي زیاته کړه چې په صنعتي پارک کې به د پنځم فاز چاو د پیل سربیره د پل هاشمي په سیمه کې صنعتي ښارګوټی جوړ او د پاشدان بند او د شینډنډ د کادانکې بندونه مو هم په جدي ډول په نظر کې دي.
د ټاپي پروژې کار په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان په هرات ولایت کې پرانیستل شو، خو د امنیتي ستونزو له امله د دغه پروژې کار نه و پيل شوی.
اړوند موضوعات
اقتصاد وزارت: نیږدې وخت کې به د ټاپي پروژې چارې پیل او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي
تر دې مخکې د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدنه کې ویلي و چې د افغانستان په خاوره کې به د تاپي پروژې کار د ۲۰۲۲ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې پيل شي.






