اقتصاد وزارت: نیږدې وخت کې به د ټاپي پروژې چارې پیل او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي
اقتصاد وزارت: نیږدې وخت کې به د ټاپي پروژې چارې پیل او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي
د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د راجلبولو په موخه هڅې پیل شوي او په دې لټه کې دي چې هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې کچه راټيټه کړي.
(2022 / 8 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې نږدې راتلونکې کې به د ټاپي پروژې عملي چارې پیل او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.
د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د راجلبولو په موخه هڅې پیل شوي او په دې لټه کې دي چې هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې کچه راټيټه کړي.
د نوموړي په وینا، که څه هم نړیوالو بشردوستانه مرستو په کور دننه د خلکو یوشمېر ستونزې حل کړي، خو نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره لا ډېرې مرستې وکړي.