د اسلامي همکاریو سازمان هرات کې د نن ورځې په خونړۍ چاودنې ژوره خواشیني څرګنده کړې.

د اسلامي همکاریو سازمان هرات کې د نن ورځې په خونړۍ چاودنې ژوره خواشیني څرګنده کړې.
۲سپتمبر ۲۰۲۲
د اسلامي همکاریو سازمان د هرات په گزرگاه جومات کې د نن ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده، هغوی زیاته کړې چې دوی د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په وروستیو بریدونو او چاودنو اندیښنه څرگندوي.
هرات ولایت نن غرمه مهال د دغه ولایت د ګزرګاه جومات په خطیب او لمونځ کوونکو د چاودنې شاهد و، چې د ستر دیني عالم مجیب الرحمن انصاري په ګډون تر لسو زیات کسان پکې په شهادت رسیدلي او زیات شمیر ټپیان دي.
اړوند موضوعات
هرات کې لوی دیني عالم او خطیب مجیب الرحمن انصاري په شهادت ورسید.
د یاد برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په وروستیو کې داعش د افغانستان ځینې علماء په نښه او له منځه یوړل.





