کابل کې د فرانسویانو روغتون د خپلو روغتیايي خدمتونو بیې له تر ۳۰ تر ۵۰ سلنه کمې کړې دي.

0
62

 

۱سپتمبر ۲۰۲۲

 

د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي روغتون یا (اېف ایم ای سي) مسوولانو نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د هېواد روان ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو یې د خپلو روغتیايي خدمتونو بيې کمې کړې ‏او په خدمتونو کې د نړیوالو معیارونو او کیفیت په حفظ سره یې په دغو بیو کې له ۳۰ تر ۵۰ سلنه کموالی راوستی دی.

پخوا به ناروغانو له ۴۰۰ تر ۷۰۰ سوه افغانیو فیس ورکاوه خو اوس د فيس دا اندازه له ۳۰ تر ۵۰ سلنه کمه شوی ده.

د فرانسويانو روغتون په ايمرجنسي څانگه کې فیس ۱۱ سوه افغانی و خو اوس ۵۵۰ افغانیو ته راټیت شوی دی، پخوا په نارمل ولادت ۲۰ زره افغانی اخیستل کېدی خو اوس ۱۰ زره افغانی اخیستل کیږي، د غيرنارمل ولادتونو لپاره پخوا ۴۵ زره افغانی خو اوس ۳۰ زره افغانی اخیستل کیږي

اړوند موضوعات

 د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې افغانستان باید لۀ یاده ونۀ ایستل شي 

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت چارواکو د فرانسویانو روغتون له دې اقدام هرکلی وکړ خو په ورته مهال یې غوښتنه وکړه چې واقعي اړمنو ته په وړیا توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

Leave a reply