د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې افغانستان باید لۀ یاده ونۀ ایستل شي

د سرچینې په خبره افغانستان باید هېر نه کړل شي ځکه دغه هېواد بشردوستانه مرستو، روغتیايي خدماتو او نورو اړینو مرستو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوالې ادارې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې پيل کړې دي او ژمنه کوي چې لا ډېرې مرستې به سیمو ته ولېږي.
(2022 / 6 / 28 نېټه باغي تلویزیون)
بشپړ راپور
د روغتیا نړیواله اداره وایي افغانستان باید هېر نه کړل شي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې استازي د وروستیو زلزلو له زیانمنو شوو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره مرستو ته ژمن دي.
د ده په خبره افغانستان له خورا سخت وضعیت د تېرېدو په حال کې دی له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.