ترکمنستان لۀ افغانستان د اړیکو پر پراختیا او د مرستو پۀ ډېروالي خبرې کړي دي 

0
42

ترکمنستان لۀ افغانستان د اړیکو پر پراختیا او د مرستو پۀ ډېروالي خبرې کړي دي 

ترکمنستاني لوري په افغانستان کې پر وروستۍ زلزله خواشیني څرګنده کړې ده او وایي چې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغان لوري سره شریکوي.

 

(2022 / 6 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ترکمنستان له افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې ده. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت له شارژدافیر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.

ترکمنستاني لوري په افغانستان کې پر وروستۍ زلزله خواشیني څرګنده کړې ده او وایي چې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغان لوري سره شریکوي.

نوموړي ټینګار کړی چې ترکمنستان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او ډېر ژر به اړمنو ته خپلې مرستې ورسوي.

Leave a reply