مک مال: امریکا دې په افغانستان کې د خپلې شرمناکې ماتې د پټولو هڅه نه کوي
مک کال: امریکا دې په افغانستان کې د خپلې شرمناکې ماتې د پټولو هڅه نه کوي
مک کال وایي دا د امریکايي وګړو او نړیوالو حق دی څو پوه شي چې بایډن په افغانستان کې څه کړي دي او بیا یې پر بنسټ قضاوت وکړي. هغه له امریکایي حکومت غوښتي چې په افغانستان کې دې خپلې ماتې ته جعلي پوښونه نه ور اغوندي.
(2022 / 6 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا دې په افغانستان کې د خپلې شرمناکې ماتې د پټولو هڅه نه کوي. په وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان د وتلو جزیات له دې وروسته له څېړونکو بنسټونو او رسنیو سره نه شریکوي.
له دې سره جوخت د امریکا د کانګریس غړي مېشل مک کال په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې بهرنیو چارو وزارت دې د خپله له شرمه ډکه ماتې نه پټوي.
د ده په خبره د بهرنیو چارو وزارت دنده ده چې خلکو ته د هرې شوې پېښې په اړه معلومات ورکړي او په امریکايي اداراتو کې دې د دروغو بنسټ نه اېږدي.