دیپلومات نشریې د یو مطلب پۀ خپرولو ویلي چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان لاس نیوی نکوي

دیپلومات نشریې د یو مطلب پۀ خپرولو ویلي چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان لاس نیوی نکوي
سرچینه کاږي چې همدا اوس هم لسګونه افغان کډوال په اسلام اباد کې سختې شپې او ورځې تېروي او د پاکستان تر څنګ له نړیوالو د مرستې غوښتنه کوي، خو پاکستانی حکومت د دوی پر وړاندې له فشار او زور کار اخلي.
(2022 / 6 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ګاونډي یې په دې سختو شرایطو کې لاسنیوی نه کوي. ديپلومات نشریې په یوه مطلب کې د افغانستان روان وضعیت او د ګاونډیو چلند ته کتنه کړې ده.
دغه نشریه لیکي سره له دې چې افغانان په سختو شرایطو کې دي او دغه هېواد له سختو اقتصادي فشارونو او بېکارۍ سره مل دی، خو ګاونډي هېوادنه یې له لاسنیوي مخ اړوي.
سرچینه کاږي چې همدا اوس هم لسګونه افغان کډوال په اسلام اباد کې سختې شپې او ورځې تېروي او د پاکستان تر څنګ له نړیوالو د مرستې غوښتنه کوي، خو پاکستانی حکومت د دوی پر وړاندې له فشار او زور کار اخلي.
همدا راز نشریه د ایران مثال هم ورکوي چې میلیونونه افغان کډوال دغه هېواد ته تللي دي، خو هره شېبه یې د نیول کېدو او زنداني کېدو وېره شته ده.






