امیرخان متقي پر ټولو خیریه مؤسسو او نړېوالې ټولنې یو ځل بیا د زلزله او سیلاب ځپلو سره د مرستو غږ وکړ.

0
196

 

۱ سپتمبر ۲۰۲۲

نن پنجشنبه په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پیښو او د مرستو د راغونډولو په اړه بهرنیو چارو وزارت کې لوی کنفرانس جوړ شو. چې پکې د نړیوالو خیریه بنسټونو، بهرنیو استازو، یوناما، یونیسف، یونیسیار استازو، هیواد کې د میشت خارجي هیوادونو سفیرانو، د افغان دولت مهمو غړو او نورو خیریه مؤسسو ګډون کړی و.

د کنفرانس د پیل وینا کې د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هیواد په روان وضعیت رڼا واچوله او د مجلس ګډونوالو ته یط مالومات وړاندې کړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې ووېل چې افغانستان د طبیعي پیښو سره مخ شوی، چې زیات مالي او ځاني زیانونه یې اړولي، په داسې حال کې چې موږ یو نوی حکومت یو؛ خو بیا مو هم هیڅوک بې مرستې نه دي پریښي او هر ځای ته مو رسیدګي کړی.

هغه د ټولو خیریه مؤسسو او نړیوالو وغوښتل چې دوی دې په دغه سخت وخت کې له افغانانو سره مرستې وکړي، خپلې مرستې دې د سیاسي موخو لپاره نه کاروي او نه هم دغه مرستې د سیاست سره تړاو لری.

اړوند موضوعات

د افغان حکومت دولتي چورلکې ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، خلکو د افغان حکومت د سیلاب ځپلو سره ددې مرستې ستاینه کړې ده

نوموړي یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې امریکا دې د افغانستان کنګل شوی شتمني ازاده کړي او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره دې له بینکونو بندیزونه ختم کړي.

Leave a reply