د افغان حکومت دولتي چورلکې ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، خلکو د افغان حکومت د سیلاب ځپلو سره ددې مرستې ستاینه کړې ده

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان د حکومت او ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د هلیکوپتر په واسطه په سیلاب کې د ایسار شویو کسانو د ژغورلو ویډیو شریکه کړې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

ذبیح الله مجاهد دغه ویډیو شریکه کړې او لیکلي یې دي چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه په سیلاب کې د بندو خلکو د ژغورنې او را ایستلو لپاره له چورلکو کار اخلي.
د ط.ا.ل.ب.ا.ن.و د حکومت ویاند له خوا په شریکه شوې ویډیو کې دا نه دي ویل شوي چې دا کله او چیرته اخیستل شوې ده.

وروسته له هغه چې د طالبانو ویاند دغه ویډیو خپره کړه، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پرې ګډوډ غبرګونونه ښودلي دي او د افغان حکومت دا کار او وګړو سر مرسته ی په ښو ټکو کښې ستایلې ده.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د افغانستان په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې ۳۲۱ تنه په سیلابونو کې ایسار شوي کسان ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته رسولي دي

Leave a reply