بلخ؛ د مزار شریف ښار دوکانداران وايي چې د ا.ا لۀ خوا ورته امر شوی چې پر بې حجابه ښځو سودا ونۀ پلوري 

0
167

بلخ؛ د مزار شریف ښار دوکانداران وايي چې د ا.ا لۀ خوا ورته امر شوی چې پر بې حجابه ښځو سودا ونۀ پلوري 

د کابل ښار د اوومې ناحیې هټیوالو او اوسېدونکو ته هم په لیکلي بڼه امر شوی چې د لمانځه پر مهال دې په جماعت کې حضور ولري او خبرداری ورکړل شوی چې که نه نو هېڅوک د شکایت حق نه لري.

 

(2022 / 8 / 30   نېته باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په مزارشريف ښار کې سرچينې وايي، چې د ا.ا د حکومت چارواکو هټيوالو ته خبرداری ورکړی، چې له حجاب پرته دې پر ښځو هېڅ ونه پلوري.

د سرچینو په وینا، دا حکم د دوشنبې په ورځ د سنبلې په اوومه سهار دوکاندارانو ته واستول شو او پلورونکو ته یې د پلي کېدلو خبرداری ورکړل شو.

دوکانداران وايي چې د دغه حکم له مخې به د هغو کسانو پر وړاندې جدي چلند وشي چې پر بې حجابه ښځو سودا پلوري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ا.ا له خوا مخکې بې حجابي د ټولو افغان ښځو لپاره ممنوع اعلان شوی و، او د ښځو لپاره د غوره جامې د بورقې اغوستل ګڼلي ؤ.

د دغه حکم تر څنګ هټیوالو ته ویل شوي چې د لمانځه پر مهال خپل دوکانونه وتړي او په جماعت کې ګډون وکړي.

د تېرې اوونۍ په اوږدو کې داسې راپورونه ورکړل شول چې ط البانو په تخار ولایت کې یو شمېر هټیوال د جمعې د لمانځه لپاره په څپو سره نیولي دي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا مرستیال ویاند ویلي چې، ا.ا د شریعت پۀ چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دی

د کابل ښار د اوومې ناحیې هټیوالو او اوسېدونکو ته هم په لیکلي بڼه امر شوی چې د لمانځه پر مهال دې په جماعت کې حضور ولري او خبرداری ورکړل شوی چې که نه نو هېڅوک د شکایت حق نه لري.

Leave a reply