د ا.ا مرستیال ویاند ویلي چې، ا.ا د شریعت پۀ چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دی

0
101

د ا.ا مرستیال ویاند ویلي چې، ا.ا د شریعت پۀ چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دی

نوموړي ویلي، چې د نړۍ قدرتمند هېوادونه دي د افغانستان د کورنیو مسایلو پر ځای اصلي مسایلو ته رسېدنه وکړي. سمنګاني وايي د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه دې له افغانستان سره رسمي او دیپلوماتيکې اړیکې ولري.

 

(2022 / 5 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ښځو د حجاب په اړه د اوو صنعتي هېوادونو د مخالفت په غبرګون کې د ا.ا سرپرست حکومت وايي، د نړۍ ستر هېوادونه باید په کورنیو چارو کې د بې بنسټه اندېښنو د مطرح کولو پر ځای دې د افغانستان اصلي مسایل چې بندیزونه او محدودیتونه پکې شامل دي رسیدګي وکړي.

د ا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د اوو سترو صنعتي هېوادنو د اعلاميې په غبرګون کې ویلي، چې ا.ا د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته ژمن دی او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به ټولو ته د کار او زده کړو زمینه برابره شي.

اړوند موضوعات: 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د ا.ا وروستۍ تکلاره غندلې ده

نوموړي ویلي، چې د نړۍ قدرتمند هېوادونه دي د افغانستان د کورنیو مسایلو پر ځای اصلي مسایلو ته رسېدنه وکړي. سمنګاني وايي د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه دې له افغانستان سره رسمي او دیپلوماتيکې اړیکې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د اوو سترو اقتصادي لرونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د طالبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په حقونو او آزادیو د محدودیتونو ډیروالی افغانستان د نړیوالې ټولنې څخه نور هم منزوي کوي.

Leave a reply