ملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې د پراختیا پۀ اړه خواشیني ښودلې 

0
102

ملګرو ملتونو افغانستان کې د لوږې د پراختیا پۀ اړه خواشیني ښودلې 

مارټین وایي په افغانستان کې لوږه د پراختیا په حال کې ده، ددغه هېواد نفوس په زیاتېدو دی او اوسنی حکومت د سترو او اغېزناکو پروژو د پيل لپاره مالي امکانات نه لري نو له همدې امله د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته اړتیا ده.

(2022 / 8 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې لوږه د پراختیا په حال کې ده، بايد نړيوال له دې هېواد سره مرستې له سره پيل کړي
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو مسوول مارټین ګریفیټس وايي، چې افغانستان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې هغه هېوادونه چې د تحولاتو په راتګ سره یې خپلې مرستې ځنډولې دي باید بېرته خپلې مرستې پيل کړي او د افغانانو لاسنیوی وکړي.
نوموړی زياتوي، د ژمي تر را رسېدو مخکې دوی د میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري څو وکړی شي هغه کسان له لوږې او ستونزو وژغوري چې په لرو پرتو سیمو کې دي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

اړوند موضوعات: 

افغانستان د ملګرو ملتونو د هغو هېوادونو لېست کې ځای پر ځای شوی چې لوږه پکې پراخه شوې ده

Leave a reply