افغانستان د ملګرو ملتونو د هغو هېوادونو لېست کې ځای پر ځای شوی چې لوږه پکې پراخه شوې ده

0
227

افغانستان د ملګرو ملتونو د هغو هېوادونو لېست کې ځای پر ځای شوی چې لوږه پکې پراخه شوې ده

له دې سره هممهاله یاده رسنې لیکي چې په افغانستان کې د لوږې د رامنځ‌ ته کېدو اصلي‌ علت د افغانستان پر وړاندې د غرب په تېره د امریکا چلند دی.

 

(2022 / 6 / 8   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغانستان د ملګرو ملتونو د هغو هېوادونو لېست کې ځای پر ځای شوی چې لوږه پکې پراخه شوې ده.

پرېس ټي‌ وي‌ په یوه راپور کې ویلي‌ ملګرو ملتونو افغانستان په هغه لېست کې ځای پر ځای کړی دی چې لوږه پکې د بحران تر کچې لوړه شوې ده او ورځ‌ تر بلې د پراختیا په حال کې ده.

په راپور کې راځي چې افغانستان له کړکېچن وضعیت تېرېږي او د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته اړتیا لري.

له دې سره هممهاله یاده رسنې لیکي چې په افغانستان کې د لوږې د رامنځ‌ ته کېدو اصلي‌ علت د افغانستان پر وړاندې د غرب په تېره د امریکا چلند دی.

سرچینه کاږي‌ چې د اوکراین جګړې او د بیو لوړېدو هم پر افغانستان ناوړه اغېز کړی دی او په دغه هېواد کې یې لوږه پراخه کړې ده.

Leave a reply