هند کابل کې د سفارت پرانیستلو ته نیږدې شوی دی

تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې دوی په افغانستان کې وضعیت له نږدې ارزولی دی، سفارت او پروژې یې خوندي دي نو ځکه دې ته تیار دي چې له افغان حکومت سره تعامل پیل کړي او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
(2022 / 6 / 8 نېټه باغی ټلویزیون)
بشبړ راپور
هند کابل کې د خپل سفارت پرانیستلو ته نږدې شوی دی.
هندوستان تایمز ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله لیکلي چې دوی په کابل کې خپلې ټولې ارزونې ترسره کړې دي او د سفارت پرانیستلو ته نږدې شوي دي.
سرچینه کاږي چې دوی به خپل دیپلوماتیک فعالیت پيل کړي او ښايي کونسلې چارې هم بېرته فعالې شي.