د بلوچستان د پرمختګ لپاره یو ښه خبر

0
184

باغی ټي وي رپورټ
د ایران سفیر د پاکستان د بلوچستان صوبې لپاره د برېښنا تولید زیاتولو ته چمتووالی ښودلی دی.

د ایران د خبري اژانس د راپور له مخې د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال او د ایران سفیر سید محمد علي حسیني ترمنځ په لیدنه کې د سي پیک، سیمه ییزې پراختیا او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وشوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې چې په اسلام اباد کې ترسره شوه، د میري ټایم افیرز او د انرژۍ وزارت چارواکو هم برخه لرله. د راپور له مخې د ایران سفیر د منصوبه بندۍ د وزیر په غوښتنه د بلوچستان لپاره د بریښنا د تولید په زیاتولو موافقه وکړه.
پاکستان اولس او د خیر ښیګړې تنظیمونو د ایران هیواد او سفیر دا ژمنه چې د بلوچستان د بریښنا د زیاتولو لپاره به کار وکړي، په ښو ټکو کښې ستایلې دې او هیله ی څرګنده کړې چې که پاکستان او ایران دواړه مسلمان هیوادونه داسې به شریکه کار وکړي نو ډیر زر به په پاکستان کښې د بریښنا کمښت پوره شي او پاکستان به د پرمختګ په لور روان شي.
د یادونې ده چې دا لیدنه په داسې وخت کښې شوې چې پاکستان د بریښنا د زیات تولیدلو ته په بیړني توګه اړتیا لري. پاکستان چې نن سبا څومره بریښنا پیدا کوي ددې څخه د زیات بريښنا ته ضرورت لري او هم دی وجه ده چې نن سبا په هیواد کښې د بریښنا کمښت له وجهې د بجلۍ لوډشیډنګ روان دې چې عام خلق ی سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دا خبره هم مهمه ده چې وزیراعظم اړوند ادارو ته لارښوونه کړې چې زیات د بریښنا لوډ شیډنګ دې نه کوي او خلقو لپاره د زیات وخت د بریښنا ورکړه باوري کړي.

Leave a reply