ویسټ ویلي چې، نړۍ لۀ ا.ا څخه پر ژمنو د عمل غوښتونګې ده 

0
172

ویسټ ویلي چې، نړۍ لۀ ا.ا څخه پر ژمنو د عمل غوښتونګې ده 

امریکا او نړیوالې ټولنې تر دې وړاندې هم له افغان حکومت د بشري ‌حقونو د مراعاتولو غوښتنه کړې ده. افغان حکومت په ځلونو ژمنه کړې چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی لري.

 

(2022 / 6 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نړۍ له افغان حکومت د خپلو ژمنو د عملي‌ کولو غوښتونکې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌ توماس ویسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي‌ چې په وروستیو ورځو کې یې د افغانستان په اړه ګڼ سفرونه کړي‌ دي.

نوموړی وايي‌ متحده عربي‌اماراتو ته یې وروستی سفر هم ګټور و او ټینګار وشو چې نوی افغان حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي‌کړي.

د ویسټ په خبره نوي‌ حکومت ژمنه کړې چې بشري‌ حقونه به رعایت کوي ‌او ټولو افغانانو ته به د زده کړو حق ورکوي.

امریکا او نړیوالې ټولنې تر دې وړاندې هم له افغان حکومت د بشري ‌حقونو د مراعاتولو غوښتنه کړې ده. افغان حکومت په ځلونو ژمنه کړې چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی لري.

Leave a reply