د اوکراین په ختیځ کې جګړې شدیدې شوې دي

0
188

د اوکراین په ختیځ کې جګړې شدیدې شوې دي

امریکا وایي‌ دوی ته به د نویو توغندیو د کارولو تخنیکي برخې ورزده کوي‌ او تر څنګ به یې په جګړه کې د اغېزناکو مهارتونو روزنه ورکوي.

 

(2022 / 6 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین په ختیځ کې جګړې شدیدې شوې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې اوکرایني ځواکونو په څو ختیزو ښارونو کې روسي‌ ځواکونه په شا تمبولي دي‌ او ډېرې سیمې یې ترې نیولې دي.

اوکرایني حکومت هم وايي‌ چې دوی د روسانو د تمبولو په حال کې دي‌ او هڅه کوي‌ لا ډېرې سیمې ترې ونیسي.

له دې سره جوخت د امریکا ددفاع وزارت وايي‌ چې د نویو مرسته شوو مزایلو د کارولو په تړاو یې د اوکرایني‌ ځواکونو روزنه پيل کړې ده.

امریکا وایي‌ دوی ته به د نویو توغندیو د کارولو تخنیکي برخې ورزده کوي‌ او تر څنګ به یې په جګړه کې د اغېزناکو مهارتونو روزنه ورکوي.

Leave a reply