د پاکستان مسلم لیګ نه ایم پي اې خواجه عمران نذیر ویلي دي چې پاکستانۍ قوم به د پي ټي ایی مشرانو څخه د ملک په ضد د یوبل سازش ځواب اوغواړي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ نون ايم پي اے خواجه عمران نذير وئيلي دي چې د پي ټي آئي ملک ضد بيان د آډيو ليکس له لارې مخې ته راغلي دي۔
لاهور کښې د خبري غونډې په مهال خواجه عمران نذیر اوویل چې قوم به د تحریک انصاف نه د آډیو لیک په اړه حساب وغواړي.
ده ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف د خپل سياست په قربانولو سره هېواد ژغوري په داسې حال كښې چې عمران نيازي او د هغه پلويان د پاكستان څخه د سري لنكا جوړولو هڅې كوي۔
ده ووئيل شهباز شريف د سېلاب ځپلو په مرستو بوخت دے، مريم نواز هم متاثره شوې سيمه كښې موجوده ده۔
ياده دي وي چي تيره ورځ پي ټي آئي د آئي ايم ايف معاهده ناکامه کولو سازش راڅرګند شوي دې، په دې سازش کښې چي پکښي د پنجاب او خيبرپښتونخوا د خزاني وزيرانو سره د شوکت ترين ټيلي فوني خبري اتري رامخي ته شوي، په فون داسې خبرې اتر شوې چې د آیی ایم ایف پاکستان ته پور ور نه کړي.
شوکت ترين محسن لغاري ته وويل، چې تاسو ټولو له IMF سره د ٧٥٠ ميلياردو ډالرو ژمنې لاسليک کړې، تاسو اوس وواياست چې مونږ کومه ژمنه د سېلاب نه مخکې کړې وه، تاسو وايي اوس د سېلاب له امله به ډېرې پيسې ولګوو. تاسو باید همدا اوس ولیکئ چې مونږ به دا ژمنه پوره نه کړو، تاسو باید دا ولیکئ او نور څه مه کوئ.د شوکت ترین د غوښتنې په اړه محسن لغاري په ځواب کې هو وویل.
نور خبرونه